انجنیر زهره مطهر د پکتیا د والي مرستیاله وټاکل شوه

انجنیر زهره مطهر د پکتیا ولایت د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیاله

انجنیر زهره مطهر د پکتیا ولایت د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیالې په توګه وپېژندل شوه.

نن د مرغومې په شپږمه نېټه د پکتیا والي ښاغلي شمیم خان کټوازي له‌خوا د یاد ولایت د دولتي او غیر دولتي ادارو مسؤلینو، قومي مشرانو او د مدني بنسټونو مشرانو ته په ځانګړو مراسمو کې چې د ولایت په مقام کې جوړ شوي و، انجنیر زهره مطهر د ولایت د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیالې په توګه وروپېژندل شوه.

نوموړې پخوا مدني فعاله وه او په یو شمېر دولتي پوستونو کې یې دندې ترسره کړي.

اغلې مطهر په خپل معرفت غونډه کې وویل:

"د راسپارل شویو مسؤلیتونو د ترسره کولو په خوا کې به د دې ټولنې غوره او منل شویو دودونو ته ژمنه پاتې شم او کله به هم د پردي دود او فرهنګ پالنه ونه‌کړم."

اوس‌مهال د پکتیا د کابو ۳۰ ریاستونو او امریتونو له ډلې یوازې یو ریاست ښځینه رئیسه لري چې هغه هم د ښځو چارو ریاست دی.

دا لومړی ځل دی چې د پکتیا په څېر یو ولایت کې چې اوسېدونکي یې د وضعي قوانینو سره موازي، له پخوانیو راپاتې کلیوالي او سیمه‌ییز دود او دستور ته ژمن خلک دي، یوه ښځه د ولایت په کچه په دوهمه درجه پُست چې د ولایت مرستیال پُست دی مقررېږي.

د افغانستان ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني د پرېکړې له مخې چې په ۱۳۹۶ کال کې یې اعلان کړی و، د هېواد په لومړۍ درجه ولایتونو کې یوه ښځه د ولایت په ټولنیز او فرهنګي چارو کې د والي د مرستیالې په توګه په دنده ګمارل کېږي.