د وزن پورته کولو د افغان ملي لوبډلې لوبغاړي وستایل شول

ارشیف

د افغانستان د بدني روزنې ریاست له لوري د وزن پورته کولو د ملي لوبډلې لوبغاړي وستایل شول.

د دغه ریاست د معلوماتو له مخې دغو لوبغاړو په ازبکستان کې د وزن پورته کولو سیالیو کې د افغانستان لپاره ۲ د سرو زرو، ۲ د سپینو زرو او ۳ د بُرونزو مډالونه ګټلي وو.

دغه سیالۍ د دسمبر له ۵ نېټې نه د همدې میاشتې تر ۸مې نېټې پورې په تاشکند کې ترسره شوې وې.

د يادونې ده چې په دغو سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب ۱۰ لوبغاړو ګډون کړی و.