د روسیې په خبروفسک ښار چاودنه کې یو تن وژل شوی

د روسیې رسنۍ وايي چې د هغه هېواد په لیرې ختیځ کې د لاسي بم په چاودنه کې یو وګړی وژل شوی او درې تنه زخمیان شوي دي.

د خبروفسک ښار چارواکو ویلي چې مشکوک وګړي په یوه دفتر کې غلا کوله او لاسي بم چې ورسره و، انفجار کړی دی.

په خپله مشکوک د پېښې په ځای کې وژل شوی او زخمیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

په زخمیانو کې دوه ښځې دي.