محمد حلیم فدايي د خوست نوی والي وټاکل شو.
هغه د سیمهییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د وړاندیز پر اساس او د جمهور رئیس د فرمان له مخې د خوست والي ټاکل شوی دی.
فدايي د لوګر او میدان وردګ ولایتونو د والي په توګه هم کار کړی دی.
تر هغه مخکې، حکم خان حبیبي د خوست والي و.