د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وروسته تر دې چې پرون په یوه ناڅاپي سفر عراق ته لاړ او هلتهیې له امریکایي پوځیانو سره ولیدل، بېرته واشنګټن ته په لاره نن په جرمني کې د امریکایي ځواکونو په یوه اډه کې تم شو او هلتهیې هم له امریکایي ځواکونو سره ولیدل.
د ټرمپ الوتکه د تېلو د اخیستو لپاره د جرمني د رامشټاین په هوایي اډه کې راښکته شوه.
په یو شمېر تصویرونو کې لیدل کېږي چې ټرمپ له یو شمېر سرتېرو سره روغبړ کوي.
ولسمشر ټرمپ پرون د بغداد په لوېدیځ کې د الاسد په نوم هوایي اډې ته تللی و.
پهدغه سفر کې له ولسمشر ټرمپ سره د هغه مېرمن میلانیا هم ملګرې ده.
تر دې وړاندې پر ډونالد ټرمپ لهدې کبله انتقادونه کېدل چې ولسمشرۍ ته تر رسېدو راهیسې یې په هېڅ جګړهییزه سیمه کې د خپلو ځواکونو لیدنه نهده کړې.
شااوخوا پنځه زره امریکایي پوځيان په عراق کې دېره دي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په وړاندې جګړه کې د عراق د سیمهییزو امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي.
ولسمشر ټرمپ پرون وویل چې له عراقه د خپلو پوځیانو د کمولو پلان نهلري او له عراقه کولای شي په سوریه کې د داعش وسلهوالو پر وړاندې د بریدونو لپاره د یوې اډې په توګه کار واخلي.
ټرمپ تېره اوونۍ اعلان وکړ چې له سوریې دوه زره امریکایي سرتېري باسي.