په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان وایي، په افغانستان کې د امریکا ۱۷ کلنه جګړه به داسې پای ته ونهرسېږي چې پنټاګون ته پوځي بریا ورپه برخه کړي.
سکاټ مېلر دغه څرګندونې له امریکایي «CNN» ټلوېزیون سره په یوه مرکه کې چې پرون خپره شوه، کړې دي.
مېلر وویل، اوسني وضعیت ته په پام سره د افغانستان د جګړې دواړه لوري له پوځي لارې دغه جګړه نهشي ګټلی.
هغه زیاته کړه چې دغه جګړه به تر هغو روانه وي چې یو سیاسي جوړ جاړی ترلاسه شي.
په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان د وسلهوالو طالبانو په وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو وړتیاوې وستایلې او ویېویل چې د ناټو غوڅ ملاتړ مأموریت له دوی سره مرسته کوي، خو دا باید هېر نهشي چې دغه جګړه اوس په خپله افغان ځواکونه مخ ته وړي.