سپېدار: حکومت د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره بشپړ چمتووالی لري

آرشیف، د افغانستان د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم

د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس وایي، حکومت د ولسمشرۍ انتخاباتو ترسره کولو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم ازادي راډیو ته په‌دې اړه وویل:

"موږ د انتخاباتو د ترسره کېدو په برخه کې دوه عمده روله لرو چې د بودجې برابرول او د انتخاباتو د امنیت ټینګول دي. موږ تر دې وړاندې هم اعلان کړی و چې چمتووالی لرو. هره نېټه چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره په پام کې نیسي د حکومت له‌خوا کومه ستونزه نه‌شته."

ټاکل شوې وه چې د جمهوري ریاست انتخابات د راتلونکي لمریز کال د حمل په ۳۱مه ترسره شي، خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند تېره ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا نېټه به احتمالاً د دوه نیمو میاشتو لپاره وځنډول شي.