د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات وځنډېدل

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح سادات

د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات له پخوانۍ نېټې وځنډېدل.

د افغانستان د اتنخاباتو د خپلواک کمېسيون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات نن ازادي راډیو ته وویل چې نوې نېټه لا نه ده ټاکل شوې.

مخکې داسې ګڼل شوې وه چې د جمهوري ریاست انتخابات د حمل د میاشتې په ۳۱مه وشي.

د دغه کمېسیون د ویاند یوه بل مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي هم نن اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې د رأیې ورکوونکو د لېستونو کتل او تأیید او د بایوميټریک سېستم د استفادې لپاره د مسلکي کسانو روزل زیات وخت غواړي.

ابراهیمي ویلي چې له دې امله ټاکنې وځنډېدې، ځکه دا مسئلې په انتخاباتو کې د درغلیو د مخنیوي لپاره مهمې دي.

په همدې حال کې د کمېسيون چارواکي وايي چې هېڅ کاندید د جمهوري ریاست لپاره نوم نه دی ثبت کړی.

په افغانستان کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو د نوم لیکنې ابتدايي بهیر رسماً د جدي په لومړۍ نېټه پيل شو.