د روسیې یوې محکمې یو بلاګ لیکونکی الکساندر والوف نن د ډېسمبر په ۲۶مه په شپږ کاله بند محکوم کړ.
الکساندر والوف د روسیې د پارلمان د استازو مجلس له یوه غړي د ۴۳۰۰ ډالرو د اخاذې په تور نیول شوی و.
خو الکساندر والوف د بې ګناهۍ ادعا کړې ده.
د هغه وکیل ویلي چې د محکمې پرېکړه ظالمانه وه او سیاسي اړخ لري.
الکساندر والوف د بلاګسوچي په نوم د یوې انټرنيټي پاڼې اېډېټر و خو دا پاڼه نور فعالیت نه کوي.
محکمې پر هغه لس زره ډالر جریمه هم لګولې ده.