امریکا او عربستان په کابل کې وروستۍ خونړۍ حمله وغندله

په کابل کې د دوشنبې ورځې د برید سیمه

په کابل کې د امریکا سفیر د کار او ټولنیزو چارو وزارت د شهیدانو او معلولینو پر معینیت وروستۍ حمله وغندله.

د امریکا سفیر جان بس نن د ډسمبر په ۲۶مه په یوه بیان کې ویلي چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو زړورتیا ستايي چې د حملې پر وخت‌یې سیمې ته ورودانګل او د مأمورینو د ژغورنې هڅې یې وکړې.

جان بس ویلي چې د داسې تشدد په وړاندې متحده ایالات له افغانستان سره ولاړ دی.

په کابل کې د امریکا سفیر ویلي چې په افغانستان کې د روان بحران د حل او سولې د ټینګښت لپاره به د خپلو متحدانو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په وینا، د تېرې دوشنبې په ورځ د کابل ښار د زړو مکروریانو په سیمه کې د شهیدانو او معلولینو د معینیت پر ودانۍ په انتحاري حمله او ورپسې وسله‌واله نښته کې ۴۳ تنه ووژل شول او ډېر کسان زخمیان شول.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیان کې دا حمله غندلې ده.

سعودي عربستان ویلي چې داسې ترورېستي حملې پر ټولو نړیوالو قوانینو او نورمونو تېری کوي.