د ایران د ملي امنیت د عالي شورا مشر علي شمخاني تسنیم خبري اژانس ته له طالبانو سره د خبرو او د مذاکرو د دوام خبر ورکړی دی.
د ازادي راډیو د فارسي برخې په حواله، تسنیم خبري اژانس د ایران د اسلامي انقلاب ګارد سره نږدې روابط لري.
د دې اژانس په حواله، شمخاني نن د ډسمبر په ۲۶مه په رسمي سفر کابل ته تللی او د افغانستان چارواکو تهیې له طالبانو سره د خبرو په اړه معلومات ورکړي دي.
شمخاني تسنیم ته ویلي:
"د افغانستان حکومت ته په دې اړه معلومات ورکړل شوي دي."
له طالبانو سره د ایراني لوري د خبرو جزئیات نهدي خپاره شوي.
طالبانو په دې اړه خبرې نهدي کړي.