د افغانستان ولسي جرګه وايي چې حکومت باید د کابل د خونړۍ حملې په اړه هر اړخیزې او جدي څېړنې وکړي.
د کابل وروستۍ خونړۍ حملې د افغانستان د ولسي جرګې غړي سخت اندېښمن کړي او له حکومته غواړي چې د حملې د پلانېدو د ځای او د پېښې د څرنګوالي په اړه هر اړخیزه څېړنه وکړي.
د دغې جرګې غړو د چهارشنبې د ورځې «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۰۵» په عمومي ناسته کې وویل چې د فواید عامې وزارت او د شهیدانو د وارثینو پر معینیت باندې د مبهمې حملې په اړه دې خلکو ته وضاحت ورکړل شي.
د ولسي جرګې دوهم مرستیال امیرخان یار چې د جرګې مشري یې کوله وویل چې د پېښې عاملین باید مشخص شي.
د ولسي جرګې دوهم مرستیال امیرخان یار
نوموړي زیاته کړه:
"حکومت باید پهدې اړه هر اړخیزه څېړنه وکړي، څو معلومه شي چې دغه حمله د چا له لوري شوې او چېرته پلان او تنظیم شوې، ځکه د پېښې مسؤلیت چا نهدی منلی او باید عاملینیې مشخص شي، زموږ امنیتي او کشفي ادارې باید پهدې اړه ځواب ورکړي."
د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته د فواید عامې وزارت او د شهیدانو او معلولینو د وارثینو په معینیت لومړۍ انتحاري حمله وشوه او بیا وروسته څلورو وسلهوالو کسانو څو ساعته له امنیتي ځواکونو سره نښته وکړه.
Your browser doesn’t support HTML5
د کابل د دوشنبې د ورځې د برید د قربانیانو شمیر زیات شو
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې پهدغه پېښه کې د ۱۱ ښځو په ګډون ۴۳ کسان و وژل شول او ۲۷ نور ټپيان شول.
د وسلهوالو طالبانو او داعش له لوري د دغې حملې مسؤلیت نهمنل هغه موضوع ده چې مطرح کېږي او یوه پوښتنه چې دلته پیدا کېږي هغه دا ده چې دغه حمله څنګه او د چا له لوري ترسره شوې ده؟
دغه پېښه د ملي یووالي حکومت د مشرانو له جدي غبرګون سره مخ شوه.
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۰۴» وویل چې د افغانانو دښمنان یو ځل بیا د جنایت مرتکب شول او د وسلهوالو طالبانو ډلهیې د دغې پېښې اصلي مسؤله وبلله.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم وايي چې طالبان نورو ترورېستي ډلو ته د زمینې برابرولو مسؤل دي او دغه حمله هم طالبانو کړې ده.
ارشیف، د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي
د دغه وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي پهدې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"لهدې وروسته چې هره ترورېستي حمله کېږي او هره ترورېستي ډله پهکې لاس ولري، د کورنیو چارو د نوي وزیر د ځانګړې پاملرنې له مخې به مشخص کېږي او د دوی څېرې به افغانانو او نړېالې ټولنې ته ښکاره کېږي او همدا شان به د کابل وروستۍ پېښه وپلټل شي او پایلې بهیې له خلکو سره شریکې شي."
د فواید عامې وزارت او د شهیدانو او معلولینو د وارثینو پر معینیت انتحاري حمله داسې مهال ترسره شوه چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي کابل ته په سفر بوخت و او د امریکا لهخوا د سولې لپاره له بل هر وخت زیاتې هڅې کېږي.
دغې پېښې د ملي شورا د غړو تر څنګ د عامو افغانانو جدي اندېښنې هم راوپارولې.
دوی وايي چې افغان امنیتي ځواکونه باید د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات ترسره کړي.
راپور: فېروزه عزیزي