د تخار ولایت د کرنې ریاست وایي چې سږ کال وچکالیو د دغه ولایت پر کرنې پراخ منفي اغېز کړی دی.
د یاد ولایت د کرنې مشر سراجالدین مهربان نن ازادي راډیو ته وویل، په تخار ولایت کې ۱۵۰ رزه جریبه ځمکه کې کرنه کېږي چې له دې شمېرې ۵۰ جریبه ځمکهیې للمي او پاتې نورې ابي دي، خو د وچکالیو له امله کرنیزو ځمکو ته زیان رسېدلی دی.
د ښاغلي مهربان په خبره، د تخار ولایت کرنیز محصولات نسک، نخود، مۍ، غنم او لوبیا دي چې په اکثره سیمو کې د للمي په ډول کرل کېږي.
د دغه ولایت د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې سږ کال د دغه ولایت ۱۱ زره بزګرو ته د مني کمپاینونو په لړ کې د کرنې لپاره اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي چې راتلونکي کال ته دا ستونزه پرې حل شي.