د سوريې دولتي خبري اژانس وايي، د دغه هېواد هوايي مدافع د يو لړ حملو په نتيجه کې د اسرائيل ګڼ ميزائيلونه لهمنځه وړي دي.
ويل شوي پهدغو حملو کې د سوريې درې سرتېري ټپيان شوي دي.
د سوريې دولتي خبري اژانس سانا پرون راپور ورکړ چې اکثريت میزائيل چې د اسرائيل د جېټ الوتکو لهخوا توغول شوي وو، اهدافو ته تر رسېدو مخکې يې مخه ونيول شوه.
اژانس د يوې پوځي سرچينې په حواله راپور ورکړى چې ويلي يې دي:
"زموږ هوايي مدافع د هغو ميزائيلو مخه ونيوله چې د لبنان له فضايي قلمرونو د اسرائيل د الوتکو لهخوا توغول شوي وو. زياتره دغه توغندي هدفونو ته تر رسېدو مخکې لاندې غورځول شوي دي."
دغې سرچينې ويلي چې د وسلو يوه ډيپو ويشتل شوې او د سوريې درې سرتېري په دې حمله کې ټپيان شوي دي.
بلخوا د اسرائيل پوځ د خپل ټويټر په رسمي حساب کې يوازې دا ليکلي چې له سوريې د الوتکو ضد ميزائيل د توغولو په ځواب کې يې خپل هوايي مدافع سيستم فعال کړى دى.
په بريتانيا کې دېره د سوريې د بشري حقونو د څار اداره بيا وايي، دغه میزائيل چې د لبنان له فضا توغول شوي وو، د دمشق په جنوب لوېديځ کې يې لیرې پرتې سيمې ويشتلې دي.