د اسلامي دولت نومې ډلې يا داعش د ليبيا د بهرنيو چارو وزارت پر ودانۍ د پرونۍ حملې مسؤليت واخيست.
په پلازمېنه طرابلس کې د دې حملې په نتيجه کې ٣ کسان ووژل شول او شااوخوا ٢٠ تنه نور ټپيان شول.
پرون د سې شنبې ورځې «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۰۴» حمله په يوې موټربم چاودنې پيل شوه، وروسته درېيو وسلهوالو ډزې پيل کړې او هڅهيې وکړه ودانۍ ته ننوځي.
دوه حمله کوونکي د وزارت ودانۍ ته په ننوتلو او هلته په ځان پورې د تړلو منفجره موادو په چوولو بريالي شول، خو درېيم تن له امنيتي ساتونکو سره د ډزو په تبادله کې ووژل شو.
د سايټ «SITE» په نوم استخباراتي ډله چې د افراطي سازمانونو انلاين فعاليتونه څاري، وايي داعش د دې حملې مسؤليت منلى دى.
په ليبيا کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموريت دغه حمله غندلې ده.