غني: طالبان د کابل برید د مسؤلیت په نه‌منلو له مسؤلیته نه‌شي خلاصېدلی

Your browser doesn’t support HTML5

د کابل د تېرې ورځې د پېښې د ټپیانو د سترګو لیدلی حال

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، طالبان د کابل د وروستي برید د مسؤلیت په نه‌منلو او غندلو سره له مسؤلیت څخه ځان نه‌شي خلاصولی.

ښاغلي غني د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۰۴» د کورنیو چارو او د دفاع د وزارتونو د سرپرستانو په توګه د امرالله صالح او اسدالله خالد د معرفي کولو په مراسمو کې په کابل کې پر دولتي ودانیو وروستي ډله‌ییز برید ته په اشارې، وسله‌والو طالبانو ته په خطاب کې وویل:

"په طالبانو غږ کوم چې د پروني برید د مسؤلیت په نه‌منلو او غندلو سره له مسؤلیت څخه ځان نه‌شئ خلاصولی. ان که دوی په مستقیم ډول په دغه فاجعه کې شامل هم نه‌وي، خو همدوی نورو ته د دغسې فاجعې زمینه، برابره کړې ده."

د دوشنبې په ورځ د کابل د لومړي مکروریانو په سیمه کې د ځو ځانمرګو بریدګرو له‌خوا یو ډله‌ییز برید وشو چې څو ساعته‌یې دوام وکړ.

د چارواکو په وینا په‌دې برید کې لږ تر لږه ۴۳ کسان وژل شوي او ۲۵ تنه نور ټپیان دي.

تر اوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسؤلیت پر غاړه نه‌دی اخیستی.

تر دې مخکې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله دا برید د طالبانو کار بللی و، خو وسله‌والو طالبانو د دوشنبې په ورځ په‌دې خونړي برید کې لاس لرل رد کړل.