د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې څلورمه ورځ هم د کاندیدانو له نوم لیکنې پرته تېره شوه.
سره له دې چې د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د کاندیدانو د نوم لیکنې په لړۍ څلور ورځې اوړي، خو تر اوسه یو کاندید هم په رسمي توګه خپل نوم نه دی ثبت کړی.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشر محمد اشرف غني، محمد حنیف اتمر، حکمت خلیل کرزي، لطیف پدرام، زلمي رسول، ګلبدین حکمتیار، فرامرز تمنا، بشیر بېژن اود ځینو نورو سیاسي څېرو استازو معلوماتي کڅوړې تر لاسه کړی دي.
د یاد کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تر اوسه هېڅ یوې ښځې چې ولسمشریزو انتخاباتو ته کاندیده وي، دغه معلوماتي کڅوړې نه دي اخیستي.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي
ده وویل:
"اوس د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د معلوماتي کڅوړو وېش د جدي تر ۱۲مې پورې دوام کوي او تر اوسه ۴۳ کسانو دغه کڅوړې تر لاسه کړي دي."
د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د کاندیدانو د نوم لیکنې لړۍ د روان کال د جدي په لومړۍ نېټه پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۱۲ پورې به دوام وکړي.
دغو ۴۳ کسانو په داسې حال کې د انتخاباتو معلوماتي کڅوړې تر لاسه کړي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مخکې له دې تمه ښودلې وه چې دغو انتخاباتو ته لږ کسان ځانونه کاندید کړي.
د افغانستان د تابعیت لرل، په جرمونو نه محکومېدل، د ۴۰ کلنۍ عمر او د یو لکو رأیو ورکوونکو ملاتړ لرل د جمهوري ریاست د انتخاباتو د کاندیدانو لپاره مهم شرطونه دي.
پخوا تر دې د افغانستان اوسني ولسمشر محمد اشرف غني، د ولسمشر د ملي امنیت د شورا پخواني سلا کار حنیف اتمر او د احمد شاه مسعود ورور احمدولي مسعود اعلان کړی چې په دغو انتخاباتو کې برخه اخلي.
دا په داسې حال کې ده چې ځینو کاندیدانو تر اوسه خپل انتخاباتي ټکټونه بشپړ کړی نه دي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د دې لپاره چې په ولسمشریزو انتخاباتو کې د میزان د ۲۸ مې د انتخاباتو نیمګړتياوې تکرار نه شي، د کمېسیون په تشکیلاتو کې د اصلاحاتو راوستل اړین دي.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند د مرستیال په خبره، ممکن د روانې اوونۍ په پای کې په ولسمشریزو انتخاباتو کې د ځنډ په خاطر، له انتخاباتي شريکانو سره د خبرو په هدف، یوه ګډه ملي ناسته جوړه شي.
په ورته وخت کې د انتخاباتو د څارځیني بنسټونه وايي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په خپلو پلانونو کې له جدي ګډوډیو او ستونزو سره مخ دی.
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي:
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید
"د جمهوري ریاست د انتخاباتو لاره روښانه نه ده، کمېسیون په پلان جوړولو کې له جدي ګډوډیو او ستونزو سره مخ دی، همدا شان له نړیوالې ټولنې او حکومت سره د همغږۍ ستونزه هم لري."
ده ټینګار وکړ چې حکومت، نړیواله ټولنه، انتخاباتي کمېسیونونه او سیاسي ګوندونه باید د انتخاباتو د کېدو پر نېټه، له انتخاباتو په مخکنیو اقداماتو او نورو مسایلو سره همغږي شي.
ښاغلی رشید د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د رهبرۍ په بدلولو هم ټنیګار کوي.
راپور: خان محمد سیند