د غزني چارواکي: په تېرو ۳ اوونیو کې لسګونه وسله وال وژل شوي

د غزني والي ادعا کوي چې افغان امنیتي ځواکونو په تېرو درېیو اوونیو کې د دولت لسګونه وسله وال مخالفان وژلي دي.

وحید الله کلیمزي نن په غزني کې د خلکو یوې غونډې ته وویل، دا هغه وسله وال وو چې د سولې پېشنهاد يې رد کړی دی.

ده وویل:

"په تېرو شلو ورځو کې د افغان ځواکونو او د هغوی د همکارانو په عملیاتو کې د دوه سوه په شااوخوا کې هغه طالبان چې د سولې او ارامۍ نیت يې نه درلود، وژل شوي دي."

خو طالبانو بیا د غزني د والي دا خبره رد کړې او وايي چې دولت دومره توان نه لري چې په دې اندازه دوی ته مرګ ژوبله واړوي.

د غزني خلک هم په دې ولایت کې د دولت ضد وسله والو پر ضد د افغان ځواکونو د ځمکنیو او هوايي بریدونو د زیاتوالي خبره کوي.