یو ایراني الاصل پروفیسور له زندانه تر خوشې کېدو وروسته لندن ته ورسېد

یو ایراني الاصل پروفیسور عباس عدالت په ایران کې له زندانه تر خوشې کېدو وروسته نن لندن ته ورسېد.

نوموړی په تېره اپرېل میاشت کې د ایران د حکومت ضد په یوې نفوذي شبکه کې د غړیتوب په تور زنداني شوی و.

تر دې مخکې د ایران یوې خبري رسنۍ ویلي وو چې عباس عدالت چې د لندن په امپیریال پوهنځي کې د کمپیوټر ساینس او ریاضیاتو پروفیسور دی، د هغو بریتانوي جاسوسانو له ډلې څخه دی چې په ایران کې نیول کېږي.

په ایران کې د زنداني نورو دوه تابعیته اشخاصو په ډله کې ایراني الاصله مرستندویه کارکوونکې نازنین زغاري هم ده چې د دسیسې جوړولو په تور په پنځه کاله بند محکومه شوې ده.