د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د کابل وروستۍ ډله ییزه حمله غندلې

د کابل د پرونۍ پېښې د سیمې انځور

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د کابل وروستۍ ډله ییزه حمله غندلې ده.

د دې سازمان مشر یوسف بن احمد العثیمین نن په یوې اعلامیه کې په کابل کې پر دولتي ودانیو برید ترورېستي عمل بللی او د افغانستان له حکومت او خلکو سره يې خپله خواخوږي ښودلې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د کابل حمله غندلې ده او په یوه بیان کې د دې برید د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله غمرازي څرګنده کړې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا او کورنیو چارو د وزارتونو په وینا، پر فواید عامې وزارت او د شهیدانو او معلولینو پر معينیت په شوي ډله ییز برید کې د ۴ بریدګرو په ګډون ۴۷ کسان وژل شوي او ۲۵ ژوبل دي.

تر اوسه پورې کومې ډلې د کابل د وروستي برید مسؤلیت پر غاړه نه دی اخستی.