ترکیه: ډېر ژر به د فرات سیند ختیځې غاړې ته ځان ورسوو

ترکیه وايي، دا هېواد به ډېر ژر د فرات سیند ختیځې غاړې ته چې د سوريې په شمال کې ده، ځان ورسوي.

د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو نن وویل، کله چې يې هېواد وايي چې سوريې ته ځواکونه استوي، نو بیا يې دا کار کوي.

تر دې یوه ورځ مخکې ترکيې ویلي وو چې له سوريې سره پر پوله خپل ځواکونه زیاتوي.

د ترکيې ولسمشر په دې ورستیو کې ګواښ کړی دی چې د سوريې په شمال کې به د کرد وسله والو پر ضد چې انقره يې ترورېستان ګڼي، پراخ پوځي عملیات وکړي.

خو ترکیې وروسته له هغې د عملیاتو پلان وځنډاوه چې امریکا له سوريې د خپلو سرتېرو ایستل اعلان کړل.