په ایران کې د چابهار بندر د هوکړه لیک د تعقیب درې اړخیزه غونډه جوړه شوه

په ایران کې د چابهار سوداګریز بندر

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، د درېيوو هېوادونو افغانستان، ایران او هندوستان تر منځ د چابهار د هوکړه لیک د تعقیب لومړنۍ ناسته جوړه شوه.

د چابهار هوکړه لیک د لا عملیاتي کېدو او دا چې څنګه له دغه بندره سمه استفاده وشي، هغه مسایل وو چې د چابهار د هوکړه لیک د تعقیب په لومړنۍ ناسته کې پرې بحث وشو.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا ناسته تېره ورځ په تهران کې د درېیو هېوادونو ترمنځ جوړه شوه او په خبره یې، چابهار بند له هندوستان سره د سوداګریزې راکړې ورکړې په برخه کې له ځانګړي اهمیته برخمن دی.

ارشیف، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي په یوه خبري کنفرانس کې د وینا په حال کې

ده وویل:

"په دغه ناسته کې په دې اړه چې څنګه کولای شو چې د درې واړو هېوادونو تر منځ ټرانزیټي لارې او د درې واړو هېوادونو ترمنځ له سیمې ور اخوا ټرازیټي لارې په ځانګړي ډول چې موټرې له چابهار بندره له کومو لینونو هندوستان او له هغه ځایه چابهار بندر ته او برعکس زمونږ د موټرو د تګ راتګ او رسمي ګمرکونو ته یې د وتلو ننوتلو په اړه بحث وشو."

ښاغلي قوقندي وویل، ممکن د دغې کمېټې راتلونکې غونډه په هندوستان او یا هم افغانستان کې جوړه شي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وايي، د چابهار پروژه د افغانستان لپاره ډېر اهمیت لري او نړیوالو بازرونو ته د افغان تولیداتو د انتقال زمینه برابروي.

مخکې تر دې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویلی وو چې د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه ۱،۲ ميلیاردو ډالرو ته رسېدلې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم مخکې تر دې ویلي چې چابهار بندر یې د رېل پټلۍ د جوړولو او له ایرانه د ګازو د انتقال له امله په ایران له لګول شویو اقتصادي بندیزونو ایستی دی.

ایران هڅه کوي چې چابهار بندر د رېل پټلۍ په واسطه د زاهدان له لارې چې له پاکستان او افغانستان سره پوله لري، له مشهد ښار سره چې ترکمنستان سره نښتی، وصل کړي.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې د ملي اقتصاد کمېسیون مرستیاله صالحه مهرداد وايي، داشان ناستې د یادو درې واړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ډېرې مهمې دي.

دې وویل:

"د دغه بندر وده د افغانستان په اقتصاد مستقیم اغېز لري، ځکه چې یوه ډېره موثره سوداګریزه لار ده، یعنې دا چې اول له پاکستان سره چې کومه ستونزه لرو، د چابهار بندر په واسطه دا ستونزه هوارولای شو او بل خلک کار پیدا کوي چې افغان سوداګر باید ترې ښه استفاده وکړي."

نوموړې وايي چې د چابهار بندر په ودې او پراختیا سره به د افغانستان په ټرانزیټ او اقتصاد کې د پام وړ پرمختګ راځي او له دغه هېواده د ډېرو صادراتو زمینه هم برابرېږي.

راپور: اجمل تورمان