د پکتیا چارواکي: پکتیا کې سوداګرې ښځې لازم پرمختګ نه‌لري

د پکتیا ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، په‌دغه ولایت کې د موجوده ستونزو له امله، سوداګرې ښځې لازم پرمختګ نه‌لري.

د دغه خونې رئیس نصیر عالمیار نن ازادي راډیو ته وویل چې ښځې تر ډېره په دغه ولایت کې د خوراکي توکو د تولید، خامک ګڼدنې، څرمن ګنډنې او کرنیزو چارو کې په فعالیت بوختې دي، خو په خبره‌یې د دوی د محصولاتو خرڅلاو ته تر اوسه لازم بازار نه‌دی جوړ شوی.

ښاغلی عالمیار وايي، مخکې له دې یې په څو ځلې د پکتیا د سوداګرو ښځو ستونزې له حکومتي چارواکو سره شریکې کړي، خو ژمنه شوې چې د هواري لپاره به‌یې اقدام کېږي.

د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د معلوماتو له مخې اوس‌مهال ۳۰۰ سوداګرې مېرمنې په بېلابېلو برخو کې فعالیت لري.