د کرنې او مالدارۍ وزارت: په کلني ډول ۱۰ زره ټنه کبان تولیدېږي

کابل کې د قرغې فارم

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په کلني ډول په دغه هېواد کې ۱۰ زره ټنه کبان تولیدېږي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې له دغه تولید سره سره دا شمېر د خلکو اړتیاوو ته په پام سره کم دی.

د ښاغلي رستمي په وینا، اوس‌مهال په افغانستان کې ۲۰۰۰ د کبانو فارمونه موجود دي چې ‌ډېری یې په کندهار، هلمند، ارزګان، ننګرهار، لغمان، بلخ او نیمروز ولایتونو کې دي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې د کابل د قرغې فارم د کبانو یوازنی تکثیري فارم دی، خو په پام کې ده چې تر راتلونکو درېيو کلونو پورې ورته درې نور فارمونه هم په بلخ، ننګرهار او بامیان ولایتونو کې هم جوړ شي.

ښاغلی رستمي وايي، اوس‌مهال په قرغې فارم کې دوه ډوله کبان روزل کېږي.