په جوزجان کې چارواکي وايي، دوو افغان سرتېرو خپل دوه مورچل شریکي وژلي او له طالبانو سره یوځای شوي.
د جوزجان د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر کمالالدین یاور ازادي راډیو ته وویل، دې سرتېرو چې د فیضاباد ولسوالۍ کې د شبرغان-مزار شریف د لویې لارې په یوه پوسته کې یې دنده ترسره کوله، د دوشنبې په سهار خپل دوه همکاران وژلي، د یو هاموې ټانک په شمولیې د پوستې ټولې وسلې او مهمات له ځان سره وړي او طالبانو سره یوځای شوي دي.
د ښاغلي یاور په وینا د ګورجک کلي پهدې پوسته کې د عامه نظم د کنډک پنځه سرتېري مؤظف وو.
د نوموړي په وینا له پېښې څخه د پوستې اشپز ژوندی وتلی.