د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح وايي، په کابل کې پر حکومتي ودانیو د وسلهوالو په ډلهییز برید کې ۴۳ تنه وژل شوي او ۲۵ تنه ټپیان دي.
د کابل د امنیتي چارواکو په وینا له اته ساعته جګړې او د ټولو بریدګرو له وژل کېدو وروسته تېر ماخوستن دا ډلهییز برید پای ته ورسېد.
د کابل د پولیسو ځینو سرچینو ویلي، له برید وروسته ماتو ګوډو کې د مړو او ټپیانو لټون لا هم روان دی او د دې وېره شته چې د مرګ ژوبلې شمېر به تر دې زیات شي.
د کابل د ګارنېزیون قوماندان جنرال مراد علي مراد تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، برید هغه مهال پیل شو چې وسلهوالو کسانو د شهیدانو او معلولینو د ریاست مخې ته لومړی موټري بمي چاودنه وکړه او وروسته دغلته څو منزله ودانۍ ته ننوتل.
د کابل ښار د ګارنېزیون قوماندان مراد علي مراد ازادي راډیو ته وویل:
"د شهیدانو او معلولینو په ریاست کې چې د فواید عامې وزارت سره په څنګ کې پروت دی، د موټر بم په وسیله ترورېستي برید وشو."
چارواکي وايي، پولیس په هماغه لومړیو شېبو کې تر برید لاندې ودانۍ څخه د ۳۵۰ څخه د زیاتو کار کوونکو په ایستلو وتوانېدل.
چارواکي او عیني شاهدان وايي، دې څو منزله ودانۍ ته پورته شوي وسلهوالو پر شااوخوا دولتي ودانیو هم ډزې کړي او په ودانۍ کې یې درنې چاودنې کړي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل، دا چې دا ودانۍ ډېره پېچلې ده، نو پولیسو په عملیاتو کې له احتیاطه کار اخیست، ځکه خو دې عملیاتو څو ساعتونه وخت ونیوه.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې دا برید غندلی او د ولسمشر غني له خولې یې ویلي:
"ترورېستان د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې د خپلې ماتې د پټولو لپاره په ملکي وګړو، عامه تأسیساتو او هغو ادارو چې د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته خدمات او اسانتیاوې برابروي بریدونه کوي."