- سټارز اېنډ سټرایپس
د نړۍ یو شمېر ورځپاڼو د کابل د تېرې ورځې امنیتي پېښې ته کتنه کړې ده.
پرون د افغانستان د شهیدانو او معلولینو وزارت ته نږدې لومړی د یوه انتحاري برید خبر خپور شو، بیا وویل شول چې وسلهوال د لومړیو مکروریانو په سیمه کې د شهیدانو او معلولینو د وزارت د معینیت دفتر ته ننوتي او جګړهیې پیل کړې ده.
سټارز اېنډ سټرایپس ورځپاڼه دا سیمه مهمه ګڼي او لیکي چې په دې سیمه کې یو شمېر اپارتمانونه او د حکومتي ادارو ودانۍ دي.
سټارز اېنډ سټرایپس: دا برید په داسې وخت کې شوی دی چې په همدې ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په کابل کې و.
دا برید په داسې وخت کې شوی دی چې په همدې ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په کابل کې و او له ولسمشر اشرف غني سرهیې د سولې په اړه خبرې کولې.
قریشي د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر صلاحالدین رباني سره هم وکتل.
قریشي دا خبرې ګټورې وبللې.
- انادولو ورځپاڼه
انادولو ورځپاڼه لیکي چې د پاکستان له نظره د افغانستان د سولې بهیر د پرمختګ په حال کې دی.
د دې ترکۍ ورځپاڼې په مقاله کې راغلي دي چې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر تر سفر یوه ورځ مخکې د افغانستان حکومت اسدالله خالد د دفاع وزارت د سرپرست او امرالله صالح د کورنیو چارو د وزارت د سرپرست په توګه وټاکل.
انادولو: د افغانستان د ملي امنیت دغه دواړه پخواني رئیسان د طالبانو او په افغانستان کې د پاکستان د سیاست سخت مخالفان پېژندل کېږي.
د افغانستان د ملي امنیت د عمومي ریاست دغه دواړه پخواني رئیسان د طالبانو او په افغانستان کې د پاکستان د سیاست سخت مخالفان پېژندل کېږي.
انادولو ورځپاڼه لیکي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په داسې وخت کې کابل ته ولاړ چې د امریکا متحده ایالاتو ویلي دي چې له افغانستانه د ۷۰۰۰ امریکایي سرتېرو پر ایستلو غور کوي.
- ډېلي مېل
بل لور ته په همدې اړه ډېلي مېل ورځپاڼې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت د عمومي قوماندان سکاټ مېلر خبرې رااخیستې دي.
مېلر ویلي دي چې تر دې دمهیې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو امر نهدی ترلاسه کړی.
جنرال مېلر ویلي دي چې تر دې دمهیې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو امر نهدی ترلاسه کړی.
ورځپاڼه د جنرال مېلر په وینا لیکي، که چېرته په دې برخه کې له ده وغوښتل شي، ستونزه به رامنځته نهشي، ځکه چې دوی به بیا هم د افغان ځواکونو تر څنګ وي.
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره اوونۍ له دفاع وزارته وغوښتل چې له افغانستانه د اووه زره امریکایي سرتېرو د ایستلو طرحه چمتو کړي.
د اوس لپاره تر ۱۴ زره ډېر امریکايي پوځیان په افغانستان کې شته چې تر ډېره د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په روزنه، هغوی ته په مشوره ورکولو او مرسته رسولو بوخت دي.