د میانمار محکمې د روېټرز د دوو خبریالانو د استېناف دلایل واورېدل

په میانمار کې د محرمو اسنادو د ترلاسه کولو په تور تورن دوه خبریالان ۳۲ کلن وا لون او ۲۸ کلن کیاو سو یو

د میانمار یا پخوانۍ برما یوې محکمې د روېټرز خبري اژانس د هغو دوو خبریالانو د استېناف د غوښتنې په اړه نن په غونډه کې د دواړو لورو دلایل واورېدل چې د امنیتي عملیاتو په جریان کې د محرمو اسنادو د ترلاسه کولو په تور هر یو په اوو کلونو بند محکوم شوی دی.

۳۲ کلن وا لون او ۲۸ کلن کیاو سو یو د ۲۰۱۷ میلادي کال په ډيسمبر کې ونیول شول او روان کال په سپټمبر کې د دولتي محرمو اسنادو د لاس ته راوړلو په تور ورته دغه سزا ورکړل شوه.

د دغې قضیې پر سر ډیپلوماتانو او د بشري حقونو مدافعانو سخت انتقادونه کړي دي.

د دواړو خبریالانو مدافع وکیلانو تېره میاشت د محکمې د فیصلې په وړاندې د استېناف غوښتنه وکړه او ویې ویل چې دغه شواهد چې د پولیسو له خوا وړاندې شوي، د هغوی جرم نشي ثابتولای.

محکمې نن د دغو خبریالانو د مدافع وکیلانو او څارنوالانو دلایل واورېدل، خو په دې اړه چې کله به وروستۍ پرېکړه کوي، نور جزیات ورنه کړل.

د روېټرز اژانس دغو خبریالانو د میانمار د پوځ له خوا د هغو ځپونکو عملیاتو په اړه راپورونه ورکول چې په نتیجه کې یې شااوخوا اووه سوه زره روهینګیا مسلمانان بنګله دېش ته تښتېدلي دي.