د غزني په دهیک ولسوالۍ کې اووه ملکي وګړي د سړک د غاړې بم چاودنه کې ووژل شول.
د غزني د والي ویاند عارف نوري د دې پېښې په اړه نن ازادي راډیو ته وویل، دغه پېښه تېره ورځ ناوخته د ده یک ولسوالۍ په شاخوګ سیمه کې شوې ده.
هغه وویل، یوه موټر چې د پکتیکا اوسېدونکي پهکې سپاره وو، د وسلهوالو طالبانو پر یوه خښ شوي ماین برابر شوی و چې د چاودنې په نتیجه کې یې اووه تنه سپرلۍ په شهادت رسېدلي چې ټول نارینه او ملکیان دي.
د وسلهوالو طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې د دغې پیښې په اړه څېړنه کوي.