ارګ: په راتلونکو انتخاباتو کې سرور دانش د ښاغلي غني دوهم مرستیال ټاکل شوی

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې ولسمشر غني سرور دانش یو وار بیا د دوهم مرستیال په توګه ګمارلی دی.

په داسې حال کې چې د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د ولسمشر غني په انتخاباتي ټکټ کې د لومړي مرستیال په اړه بحثونه روان دي د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وايي چې ښاغلي غني د انتخاباتو لپاره خپل دوهم مرستیال ټاکلی دی.

ښاغلي مرتضوي چې د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۰۳» له ازادي راډيو سره خبرې کولې وویل چې سرور دانش د ښاغلي غني دوهم مرستیال ټاکل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه:

"ښاغلی غني د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې نوماند دی، دوهم مرستیال‌يې استاد دانش او د لومړي مرستیال په اړه‌يې بحثونه روان دي."

دا چې ولسمشر غني به څوک په انتخاباتي ټکټ کې د لومړي مرستیال په توګه وټاکي ښاغلی مرتضوي يې په اړه څه ونه‌ویل.

یو شمېر رسنیو د ولسمشر غني په حواله ویلي چې عبدالرشید دوستم به‌يې په انتخاباتي ټکټ کې حضور ونه‌لري.

ښاغلي دوستم د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کې د ولسمشر غني لومړی مرستیال و چې تر اوسه په خپل دغه پوست کې پاتې دی.

آرشیف، عبدالرشید دوستم د ولسمشر غني لومړی مرستیال د لوړې په مراسمو کې

خو د ولسمشر او ښاغلي دوستم ترمنځ د اختلافاتو له پیدا کېدو وروسته په وروستیو میاشتو کې دوستم خپل کاري دفتر ته لاړ نه‌ړه.

خو اوس ښاغلي دوستم ته نږدې کسان وايي چې نوموړي په وروستیو ورځو کې د خپل کار په دفتر کې د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه خپلې دندې ته ادامه ورکړې ده.

یوه ورځ وړاندې د عبدالرشید دوستم له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ښاغلي دوستم د خپل کار په دفتر کې د ترکیې د دفاع له وزیر سره کتلي او د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو په اړه‌يې ورسره خبرې کړې دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د نوماند کېدلو له نېټې درې ورځې تېرېږي او تر دې دمه ۳۵ تنو کسانو د انتخاباتو له خپلواک کمېسیونه د نوماند کېدو لپاره انتخاباتي بکسې ترلاسه کړې دي.

له دې ټولو سره سره لا معلومه نه‌ده چې ښاغلی دوستم به د کوم نوماند له انتخاباتي ټکټ سره یوځای شي، خو د جنبش ګوند یوه ویاند بشیر احمد ته‌ینج وايي چې د ملي جنبش ګوند غوښتنه لومړی معاونیت دی او ډېر ژر به ښاغلی دوستم په یو انتخاباتي ټکټ کې خپل حضور اعلان کړي.

د جنبش ګوند ویاند بشیر احمد ته‌ینج

نوموړي زیاته کړه:

"هغه څه چې زموږ لپاره مهم دي که په هر انتخاباتي ټکټ کې برخه اخلو، د نورو مشخصاتو تر څنګ باید لومړۍ مرستیالي زموږ وي او قومي ترکیب په‌کې په نظر کې نیول شوی وي، هڅه کوو چې په نږدې وخت کې له یو نوماند سره یوې هوکړې ته ورسېږو، په هر ټیم کې چې زموږ موقف په نظر کې ونیول شي موږ به د هماغه ټیم تر څنګ یو."

ښاغلی ته‌ینج وايي چې د ولسمشر غني له لوري دوستم ته د دریېم معاونیت وړاندیز شوی، خو د دوستم له لوري رد شوی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د لوی ملي ائتلاف ویاند فضل‌الرحمن اوریا وايي، د دوی د معلوماتو له مخې به ښاغلی دوستم د عطا محمد نور په احتمالي انتخاباتي ټکټ کې شامل شي.

راپور: اکرام‌الله اکرام