د سولې د پروسې په اړه د ولسي جرګې وېشلي نظرونه او د بهرنیو ځواکونو وتل!

د افغانستان ولسي جرګه له حکومته غواړي چې د سولې، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د احتمالي وتلو او د انتخاباتو په تړاو مسؤلانه چلند وکړي.

ولسي جرګه وايي، د سولې په پروسه کې وېشلو نظرونو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو احتمالي وتل او د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د ستونزو شتون هغه څه دي چې دوی یې اندېښمن کړي دي.

د ولسي جرګې غړو د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۰۳» د دغې جرګې په عمومي ناسته کې وویل، که دغو ستونزو ته پاملرنه ونه‌شي افغانستان به له کړکېچ سره مخ شي.

د ولسي جرګې مشر عبدالرؤف ابراهیمي

د ولسي جرګې مشر عبدالرؤف ابراهیمي د خلکو د استازو له نظریاتو وروسته وویل:

"د افغان حکومت رهبران او سیاسون دې د افغانستان د خلکو د برخلیک په تړاو په سیاسي اجنډا کې د سولې، انتخاباتو او له دغه هېواده د امریکایي سرتېرو د وتلو او دغه‌شان امنیتي تړون په برخه کې مسؤلانه چلند وکړي."

په دې اړه نور: پنټاګون کې له افغانستانه د نیمايي امریکايي عسکرو پر وتلو خبرې کېږي

دغه مسایل چې ولسي جرګې مطرح کړل، د ورځې هغه تاوده موضوعات دي چې عام خلک، سیاسون او یو شمېر مدني فعالان هم پرې نیوکه کوي.

منتقدین وايي چې د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو د دغو ستونزو د حل‌لپاره باید جدي اقدامات ترسره شي.

دا اندېښنې وروسته له هغې څرګندېږي چې په‌دې وروستیو کې ځينو امریکایي چارواکو چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخیستل شي ویلي چې د امریکا دفاع وزارت په داسې پلان کار کوي چې که وروستی شي په افغانستان کې مېشت اووه زره سرتېري به له دغه هېواده وباسي.

په ورته وخت کې له طالبانو سره د سولې د مرکچي پلاوي متفرقه‌والي او د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د ستونزو شتون د ولسي جرګې د غړو اندېښنې راپارولې دي.

له دې سره د ولسي جرګې غړي عبدالستار درزابي، همایون همایون او کمال ناصر اصولي د دغو ستونزو په اړه وویل:

"واقعاً چې له افغانستانه د ناټو ځواکونو ناڅاپي وتلو خلک اندېښمن کړي دي."

"باید په‌دې پوه شو چې د ۱۳۹۷ اتنخابات تر ټولو زیات له درغلیو ډک انتخابات وو."

"د ولسي جرګې له لوري دې یو پلاوی وټاکل شي چې د افغانستان له بېلابېلو مشرانو سره ناست او له هغوی سره خبرې وکړي چې د سولې ادرس یو او د ټولو نظر هم یو شي."

ښاغلی اصولي وایي چې د سولې په تړاو روانې هڅې سره راټولې او له یوه مشخصه ادرسه دې ترسره شي.

دا په‌داسې حال کې ده چې له دې وړاندې افغان حکومت د سولې په اړه د خبرو اترو ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې له دغه هېواده به د زرګونه بهرنیو سرتېرو احتمالي وتل هم د دغه هېواد امنیتي وضعیت هېڅ ډول اغېز ونه‌لري.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هم تل په دغه هېواد کې د شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو په اړه ډاډ ورکړی دی.

راپور: فېروزه عزیزي