د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن کابل ته په سفر کې له خپل افغان ساري د بهرنیو چارو له وزیر صلاحالدین رباني او افغان ولسمشر اشرف غني سره وکتل.
نوموړی نن سهار وختي کابل ته ورسېد.
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغتالله احمدي په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې ښاغلي قریشي د بهرنیو چارو له وزیر صلاحالدین رباني سره په کتنه کې ژمنه وکړه چې هېواد بهیې په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو په برخه کې خپلې اعظمي هڅې وکړي.
له افغان ولسمشر اشرف غني سره د قریشي د کتنې په اړه د ارګ لهخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې پهدې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو او مسایلو، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د پروسې او د بینالافغاني مذاکراتو د راتلونکو اقداماتو په اړه بحث او خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د سیمې او نړۍ د هېوادونو همکاري مهمه وبلله.
په څه کم دوو اوونیو کې دا کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر دوهم سفر دی.
ښاغلي قریشي د قوس په ۲۴مه کابل ته په سفر کې د افغانستان، پاکستان او چین په دوهمه درې اړخیزه غونډه کې پر ګډون سربېره د افغانستان د حکومت له مشرانو سره هم کتلي و.
قریشي نن په ټویټر کې لیکلي چې له افغان مشرانو سرهیې نن سهار ګټورې کتنې درلودې، د سولې پروسه د پرمختګ پر لور ځي.
د سفر بل هدفیې ایران دی او زیاتوي، د سیمې اتصال او ګډه همکاري د پرمختګونو اساس جوړوي.