د کندهار چارواکي د دې ولایت په ميوند او معروف ولسوالیو کې د دولت ۳۱ وسلهوالو مخالفانو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکوي.
د کندهار د امنیه قوماندان سکرتر قسیم ازاد وايي، تېره شپه افغان ځواکونو د معروف ولسوالۍ اړوند په "توغړي اومني بند" سیمو کې د طالب وسلهوالو پر هغه موټریز کاروان برید وکړ چې له سيمې د تېرېدو په حال کې و.
د ازاد په خبره، په دغه برید کې ۱۲ وسلهوال وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي.
نوموړی وایي، د کندهار په میوند ولسوالۍ کې هم بهرنیو هوايي ځواکونو د وسلهوالو یو موټر په نښه کړی او پهکې سپاره اووه کسانیې وژلي او دوه نور یې ټپيان کړي دي.
د ازاد په خبره، بريد تېر ماخوستن د بهرنیو هوايي ځواکونو الوتکو د میوند ولسوالۍ اړوند شلغمۍ سیمه کې ترسره کړی دی.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه د امنيتي چارواکو د دغو ادعاوو په اړه څه نهدي ویلي.