د امریکا د دفاع وزارت: له سوريې د سرتېرو د ایستلو امر لاسلیک شوی

په سوریه کې د امريکايي ځواکونو یو ټانک

د امریکا د دفاع وزارت وايي، له سوريې څخه د سرتېرو د ایستلو امر لاسلیک شوی دی.

د متحده ایالاتو پوځ هم تأیید کړې ده چې له سوريې نه د ۲۰۰۰ امریکايي سرتېرو د ایستلو پلان لاسلیک شوی دی.

د امریکا ولسمشر د ډسمبر په ۱۹مه نېټه له سوريې څخه د امریکايي سرتېرو د ایستلو پرېکړه اعلان کړه او ویې ویل چې په سوریه کې داعش ځپل شوی دی او سرتېري بېرته ستنېږي.

د امریکا د کانګرس ډموکراټو او جمهوري غوښتونکو غړو او د واشنګټن نړیوالو متحدانو د ولسمشر ټرمپ پر دې پرېکړه انتقادونه کړي دي.

ځینو منتقدانو له سوريې نه د امریکايي سرتېرو د ایستلو پرېکړه په دغه هېواد کې له کُرد وسله‌والو سره خیانت بللی او یو شمېر نورو بیا ویلي دي چې دا به ایران او روسيې ته چې په سوریه کې فعال دي، بری ورکړي.

متحده ایالاتو په ۲۰۱۵ میلادي کال کې سوريې ته خپل ځمکني ځواکونه استولي وو.