ټرمپ، پاتريک شاناهان د دفاع وزارت د سرپرست وزير په توګه ونوماوه

آرشیف، د امریکا د دفاع وزارت سرپرست پاتریک شاناهان

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د دفاع وزارت مرستيال پاتريک شاناهان «Patrick Shanahan» د سرپرست وزير په توګه ونوماوه.

ولسمشر ټرمپ پرون د ټويټر په يوه پيغام کې شاناهان د يوه «ښه استعداد لرونکي» شخص په توګه ستايلى دى.

ښاغلي ټرمپ ويلي چې پاتريک شاناهان به د جنورۍ له لومړۍ نېټې د دفاع وزير په توګه خپله دنده پر مخ بيايي.

شاناهان د جېمز مټېس پر ځاى د امريکا دفاع وزير ټاکل کېږي.

جېمز مټېس د ولسمشر د هغې پرېکړې له کبله تېره پنجشنبه استعفا وکړه چې له سوريې يې د امريکايي ځواکونو د ايستلو په اړه کړې ده.

ښاغلي مټېس ويلي چې د فبرورۍ مياشتې تر پایه به د واک له بې‌جنجاله انتقال سره د مرستې په هدف خپلې دندې ته دوام ورکړي.