نتانیاهو: په سوریه کې د ایران حضور پرضد اقداماتو ته دوام ورکوو

بنیامین نتانیاهو

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو وايي، له سوريې څخه د امریکايي سرتېرو د ایستلو په اړه د ولسمشر ډونالد ټرمپ پرېکړه به په سوریه کې د ایران د دایمي حضور د مخنیوي لپاره د اسرائیل هڅې بندې نه‌کړي.

نتانیاهو پرون یکشنبه وویل، موږ به په سوریه کې د ایران د پوځي حضور پر ضد خپلو اقداماتو ته دوام ورکړو او دغلته به خپل فعالیتونه پراخ کړو.

له سوريې څخه د ۲ زره امریکايي سرتېرو د ایستلو په اړه د ولسمشر ډونالد ټرمپ پر پرېکړه سخت انتقادونه شوي دي.

زیاتره منتقدان په دې باور دي چې له سوريې څخه د امریکايي سرتېرو ایستل په‌دې هېواد کې ایران او روسيې ته د بري ورکولو په معنی ده.

متحده ایالاتو په ۲۰۱۵ میلادي کال کې سوريې ته ځمکني ځواکونه واستول.