د فرانسې ولسمشر وايي، د امريکا د جمهور رئيس ډونالد ټرمپ پر وروستۍ پرېکړه په ژوره توګه خواشينى دى چې له سوريې څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو په بابیې کړې ده.
امانوئل مکرون پرون يکشنبه په چاد کې يوه خبري کنفرانس ته وويل:
"ټول متحدان بايد پر يوه او بل اعتماد ولري."
د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره شنبه د خپلې پرېکړې په دفاع کې خپله خبره بيا تکرار کړله چې ګواکې په سوريه کې د اسلامي دولت ډلې يا داعش له ماتې سره مخامخ شوې ده.
د امريکا دفاع وزير جېمز مټېس د ولسمشر ټرمپ د دې پرېکړې له کبله تېره پنجشنبه استعفا وکړه.
تر دې دوه ورځې وروسته د داعش پر ضد د امريکا د تشکيل شوي نړيوال ائتلاف لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي برېت مکګُرک «Brett McGurk» هم استعفا وکړه.
ګڼو پوځي رهبرانو ويلي چې له سوريې څخه د امريکايي ځواکونو وتل به د سوريې له عرب او کُرد متحدانو سره خيانت وي.