د خوست شېخ زاید پوهنتون په دولتي ادارو کې د محصلانو د جذب امکانات برابر کړي

د خوست پوهنتون

د خوست د شېخ زاید پوهنتون چارواکي وايي، په دولتي ادارو کې يې د محصلانو د جلب او جذب امکانات برابر کړي دي.

د دغه پوهنتون سرپرست رئيس وايي، د تحصیل پر مهال‌يې ځيني محصلان د نورې روزنې لپاره حکومتي ادارو ته معرفي کړي چې له دې سره په حکومتي ادارو کې د هغوی د جذب امکانات ډېر شوي دي.

عبدالخلیل افغاني پرون يکشنبه ازادي راډيو ته وويل، دوى سږ کال نږدې ١٧٠٠ محصلان ورکړي دي.

دی زیاتوي:

"دغه فارغان د یاد پوهنتون له کرنې، طب، انجنیرۍ، ښوونې روزنې، شرعیاتو، حقوقو، اقتصاد، ژبو او ادبیاتو، ټولنیزو علومو، کمپیوټر ساینس او وترنرۍ له پوهنځيو څخه فارغ شوي دي."

ښاغلى افغاني وايي، تر دې مخکې هم د دوی ډېر فارغان د خپلو وړتیاوو له کبله د هېواد په بېلابېلو سیمو کې حکومتي او غیر حکومتي ادارو ته جذب شوي دي.

ويل شوي د شېخ زايد پوهنتون ۷۵ استادان په هېواد کې دننه او بهر د ماسټرۍ او دوکتورا په زده‌کړو بوخت دي چې د تحصیلي دورې تر بشپړېدو وروسته به عملاً په دغه پوهنتون کې تدریس کوي.