کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان په تړاو د بېلابېلو مهمو مسایلو په اړه لیکنې او سرلیکنې خپرې کړې دي.
- ملي ارمان
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، پهداسې حال کې چې د ملي وحدت حکومت د عمر څو میاشتې پاتې دي، ولسمشر غني په یو حیرانوونکي اقدام کې امرالله صالح د کورنیو چارو د وزیر او اسدالله خالد د دفاع وزیر په توګه وټاکه.
ورځپاڼه لیکي:
دا پهداسې حال کې ده چې دا دواړه د ولسمشر د خوښې وړ څېرې نهوې.
په سرمقاله کې دا هم راغلي چې دغه ټاکنې په داسې وخت کې کېږي چې د سولې خبرې روانې دي او ښکاري چې امریکا او پاکستان سره ډېر نږدې شوي.
د سرمقاله لیکونکي په باور ښايي ولسمشر دا احساس کړې وي چې راتلونکي بدلونونه داسې لوري ته په حرکت کې دی چې پاکستان به د سولې په خبرو او داسې نظام په جوړولو کې چې طالبان بهیې هم یوه برخه وي مهم رول ولري، نو ځکهیې په نظر خپلو دوو مهمو وزارتونو ته د پاکستاني ضدو څېرو په ګمارلو اقدام کړی دی.
- مسیر
مسیر خپلواکې ورځپاڼې بیا کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر د سفر په اړه لیکلي دي.
مسیر د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په حواله لیکلي چې شاه محمود قریشي به د سیمې څلورو هېوادونو ته د سفر په ترڅ کې افغانستان ته هم سفر وکړي.
په اعلامیه کې راغلي، ټاکل شوې چې دغه سفر نن له کابله پیل شي او بیا نوموړی ایران، چین او روسیې ته هم سفر وکړي.
مسیر د سرچینې په حواله یادو هېوادونو ته د قریشي د سفر هدف د اړیکو پراختیا ښودلې ده.
- ویسا
ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي چې اریک پرېنس غواړي چې د افغانستان جګړه خصوصي کمپنیو ته وسپاري.
په مطلب کې وړاندې راغلي، له افغانستانه د نیمايي امریکايي سرتېرو د احتمالي ایستلو تر پرېکړې وروسته، لوېدیځو رسنیو راپور ورکړی چې پر ولسمشر ټرمپ د افغانستان د جګړې د خصوصي کولو په تړاو فشارونه زیات شوي دي.
ورځپاڼه لیکي:
امریکايي ورځپاڼه واشنګټن اېګزماینر په خپلې یوه مقاله کې لیکلي چې د بلک واټر کمپنۍ پخوانی رئیس اریک پرېنس له ډونالد ټرمپ سره خپلې اړیکې نږدې ساتي او نوموړی دې ته هڅوي چې د افغانستان جګړه قراردادي او خصوصي کمپنیو ته وسپاري.
په مطلب کې دا هم راغلي چې د بلک واټر پخواني رئیس له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د احتمالي وتلو او د امریکا د دفاع وزیر له استعفا وروسته ویلي چې موږ راروان یو.