مسؤلین: د خوست شیخ زاید پوهنتون سږ کال نېږدې ١٧٠٠ فارغان ورکړل

ارشیف، د خوست د شیخ زاید پوهنتون محصلین د درس ویلو په حال کې

د خوست د شیخ زاید پوهنتون چارواکي وايي چې سږ کال يې نېږدې ١٧٠٠ فارغان ورکړي دي.

د دغه پوهنتون سرپرست رئيس پوهندوی عبدالخلیل افغاني نن يکشنبه ازادي راډيو ته وويل:

"سږ کال شیخ زاید پوهنتون ۱۶۹۷ تنه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي، له دې ډلې یې ۵۴ ښځینه فارغانې دي."

د شيخ زايد پوهنتون سرپرست رئيس وايي، دغه شمېر محصلان د کرنې، طب، انجنيرۍ، ښوونې او روزنې، شرعیاتو، حقوقو، اقتصاد، ژبو او ادبیاتو، ټولنیزو علومو، کمپیوټر ساینس او وترنرۍ له پوهنځيو فارغ شوي دي.

ښاغلی افغاني وايي، د زده کړو او تحصیل پر مهال دوی یو شمېر محصلان د عملي زده کړو لپاره ځینو حکومتي ادارو ته معرفي کړي چې په دې کار سره په حکومتي ادارو کې د هغوی د جذب امکانات زیات شوي دي.