اکیهیټو د جاپان د امپراطور په توګه د خپلې زوکړې وروستۍ کلیزه لمانځي

د جاپان امپراطور اکیهیټو

د جاپان امپراطور اکیهیټو مخکې تر دې چې تقاعد وکړي، د یوه امپراطور په توګه د خپلې زوکړې وروستۍ کلیزه لمانځي.

په هغې ثبت شوې وینا کې چې نن خپره شوې، ۸۵ کلن امپراطور له جګړې وروسته له سوله ییزې لارې د خپل هېواد د کړاونو د لېرې کولو ستاینه کړې او د دې خبرې پر اهمیت یې ټینګار کړی چې ځوان نسل د دې هېواد پخوانی پوځي تاریخ هېر نه کړي.

هغه ویلي، مهمه ده چې هېر نه شي چې په دوهمه نړیواله جګړه کې ‌‌ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له جګړې وروسته په دې هېواد کې سوله او سوکالي هم د جاپان د وګړو په بې حده قربانیو او نه ستړې کېدونکو هڅو تر لاسه شوې ده.

اکیهیټو چې د ۱۹۳۳ کال د ډيسمبر په ۲۳مه زېږېدلی، اعلان کړی چې د اپرېل له دېرشمې به له دغې دندې چې تر ډېره تشریفاتي ده، لاس واخلي او پر ځای به یې د ده مشر زوی ۵۸ کلن ولیعهد ناروهیټو د مې له لومړۍ نېټې په رسمي توګه دغه دنده پیل کړي.