چارواکي: د کندز په ناامنو سیمو کې تصفیوي عملیات دوام لري

د کندز امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د مرکز اړوند او یو شمېر ولسوالیو کې د ناټو د غوڅ ملاټر ماموریت د ځواکونو په ملاټر د وسله والو طالبانو د ځپلو په هدف، د افغان ګډو ځوکونو تصفیوي عملیات دوام لري او دغه راز په تصفیه شویو سیمو کې امنیتي پوستې جوړوي.

د نوموړې ولایت د امنيې قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني د وسله والو طالبانو د ځپلو په برخه کې د ناټو د غوځ ملاټر ماموریت د ځواکونو ملاټر ګټور بولي او وایي:

"موږ هڅه کوو چې په ناامنو سیمو کې د امنیت د ټېنګښت په هدف ځواکونونه ځای پرځای کړو او دغه راز له خلکو غواړو چې له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي، څو په سیمه کې ډاډمن امنیت رامنځته شي."

د کندز امنیتي چارواکي په داسې حال کې په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې د تصفیوي عملیاتو د دوام خبر ورکوي چې له دې وړاندې خلکو د کندز ښار اړوندو څنډو کې او دغه راز په ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو د پراخه شتون له کبله خپلې اندېښنې څرکند کړې وې.