په نورستان کې د موټر د چپه کېدو په پېښه کې درې ماشومان مړه شوي

د لوېدیځ نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې د یوه موټر د چپه کېدو په پېښه کې درې ماشومان مړه شوي او دیارلس تنه نور ټپیان شوي دي.

دا پېښه پرون د دې ولسوالۍ په تیتن دره کې هغه مهال وشوه چې موټر له لارې ښویه شو او لاندې درې ته ولوېد.

په ټپیانو کې هم درې ماشومان شامل دي چې د یوه روغتیایي وضعیت نازک دی.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وایي، په دې ولایت کې د فواید عامې وزارت سړکونو ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې، نو ځکه دا ډول پېښې رامنځته کېږي.

د ازادي راډیو د سیمه ییز خبریال د راپور له مخې، د نورستان د مرکز پارون او ولسوالیو ترمنځ غځېدلي سړکونه یې ټول تنګ او کنډو کپر دي چې ډېری وختونه پکې دغه ډول پېښې کېږي.