د کرنې او مالدارۍ وزارت د زړو چرګانو پر وارداتو بندیز ولګاوه

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د زړو چرګانو پر وارداتو بندیز ولګاوه.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، دغه کار د خلکو روغتیايي خونديتوب او د چرګانو د صنعت د ودې او پراختیا لپاره ترسره شوی.

د کرنې وزارت وايي، د دغو چرګانو د وارداتو مخنیوی د دې ترڅنګ چې د وارداتو له پلوه د چرګانو خوندیتوب تامینوي، خصوصي پانګوال او خلک هم هڅوي چې د چرګانو د صنعت په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي او خلک هم ځوان چرګان او د ځوانو چرګانو صحې غوښې وپېري.

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، اوس مهال افغانستان په کور دننه د چرګانو د روزنې د فارمونو له لارې د چرګانو د ۹۴ زره ټنو غوښې په تولید سره په دې برخه کې ځان بساینې ته نېږدې شوی دی.