د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ یو وار بیا له سوریې د ځواکونو د ایستلو د پرېکړې دفاع وکړه.
ده پر ټورېټر لیکلي چې په پیل کې امریکايي ځواکونه یوازې د درېیو میاشتو لپاره سوریې ته تللي وو، خو په کلونو پاتې شول.
ولسمشر ټرمپ په خپل ټوېټري پیغام کې چې پرون شنبه یې خپور کړی، لیکلي:
"په اصل کې ټاکل شوې وه چې موږ په سوریه کې د درېيو میاشتو لپاره واوسو او اوس له هغې مودې ۷ کاله تېرېږي، موږ ونه وتو، کله چې زه ولسمشر شوم، د اسلامي دولت ډلې وحشت پیل کړ او دې ترورېستي ډلې ځان د شام او عراق اسلامي دولت باله، اوس دا ډله تر ډېره ځپل شوې او د ترکیې په شمول د سیمې نور هېوادونه باید د هغه څه چې پاتې دي، غم وخوري."
امریکايي رسنیو تېره اوونۍ راپور ورکړ چې ولسمشر ټرمپ غواړي له افغانستانه هم خپل نیمايي ځواکونه وباسي، خو ټرمپ تراوسه پورې په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.