د اسوشېټېډ پرېس په حواله، له داعش سره د مبارزې لپاره په نړیوال ائتلاف کې د امریکا استازي بریټ مک ګورک له دندې استعفا کړې ده.
اسوشېټېډ پرېس ویلي چې مک ګورک د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ له پرېکړې سره چې غواړي له سوریې خپل عسکر وباسي، د مخالفت څرګندولو لپاره له کاره لاس اخیستی دی.
اسوشېټېډ پرېس پرون شنبه د باخبرو سرچینو له خولې ویلي چې مک ګورک د دې میاشتې په پای کې خپله دنده پای ته رسوي.
هغه په خپل استعفا لیک کې لیکلي چې د داعش وسله وال تر اوسه لا نه دي مات شوي.
هغه ویلي چې له سوریې د امریکا مخکې له وخته وتل به دې ډلې ته موقع ورکړي چې بیا ځان تنظیم کړي.