قاسمي: په سوریه کې د امریکايي ځواکونو شتون له پیله یوه تېروتنه وه

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، په سوریه کې د امریکايي ځواکونو حضور له هماغه پیل راهېسې غیر منطقي او د ترینګلتیا سرچینه وه.

دا له هغې وروسته چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له سوریې د امریکايي ځواکونو د ایستلو پرېکړه اعلان کړه، د ایران لومړی رسمي عکس العمل دی.

ډونالد ټرمپ تېره اوونۍ وویل چې امریکا له سوریې خپل ټول دوه زره سرتېري په دې خاطر وباسي چې د ده په وینا، دغلته د اسلامي دولت د وسله والې ډلې یا داعش پر ضد جګړه بریالۍ شوې ده.

د ایران رسنیو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند بهرام قاسمي له خولې ویلي، په سوریه کې د امریکايي ځواکونو موجودیت له هماغه پیل راهیسې یوه لویه تېروتنه وه.

ایران د بشار الاسد د رژیم یو مهم متحد دی.

د راپورونو له مخې، ایران دا مهال په سوریه کې سلګونه پوځي سلاکاران او زرګونه ایراني جنګیالي لري چې د بشار الاسد د ځواکونو ترڅنګ په جګړه کې برخه لري.