امریکا او بریتانيا د اوکراین له سمندري ځواکونو سره د پوځي مرستو او همکاریو ژمنه کړې ده.
د امریکا متحده ایالات وايي، د اوکراین د سمندري ځواکونو د تقويې لپاره به له دې هېواد سره لس ميلیونه ډالره مرسته وکړي.
له اوکراین سره دا پوځي مرسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون اعلان کړه.
امریکا وروسته تر هغې له اوکراین سره دا پوځي مرسته کوي چې د تېرې نومبر میاشتې په ۲۵مه نېټه روسيي د تور سمندرګي په ازوف سیمه کې د اوکراین پر درېیو کښتیو ډزې وکړې او ۲۴ اوکرایني سرتېري يې ونیول.
روسیه ادعا کوي چې دا اوکراینۍ کښتۍ کریمیا ټاپو وزمې ته نېږدې د روسيې سمندري پولو ته داخلې شوې وې.
روسيې او اوکراین په ۲۰۰۳ میلادي کال کې موافقه کړې وه چې د تور سمندرګي ازوف سیمه به د دواړو هېوادونو تر واک لاندې وي.
خو روسيې په ۲۰۱۴ کال کې له خپلې خاورې سره د کریمیا ټاپو وزمې تر یو ځای کولو وروسته په تدریجي ډول دې سمندري سیمې ته د اوکراین لاسرسی محدود کړ.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له روسيې غوښتي دي چې د اوکراین نیول شوي سرتېري په سمدستي ډول خوشې کړي او د اوکراین ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي.
تر امریکا مخکې برتانيا او لیتوینیا هم اعلان کړی دی چې د اوکراین له سمندري ځواکونو سره مرسته کوي.
بریتانیا د جمعې په ورځ وویل چې په راتلونکې جنورۍ میاشت کې خپل یو شمېر پوځي روزونکي اوکراین ته واستوي.
د برتانيا دفاع وزیر سټیفن پولتراک
د برتانيا دفاع وزیر ویلي دي چې د دوی پوځي روزونکي به له اوکرایني ځواکونو سره د ګډو تمرینونو پلان جوړ کړي او د اوکراین د سمندري ځواکونو اړتیاوې به معلومې کړي.
ناټو تړون هم په روانه میاشت کې ژمنه وکړه چې د اوکراین له سمندري ځواکونو سره به مرسته وکړي.