د سومالیا په پلازمېنه کې دوو چادونو ۱۶ کسان وژلي

په سومالیا کې پولیس وايي، په پلازمېنې موګادیشو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نېږدې په دوو چادونو کې لږترلږه ۱۶ کسان وژل شوي دي.

یوه پوځي چارواکي ویلي، د شنبې په سهار د دې چاودنو په قربانیانو کې سرتېري او ولسي خلک دواړه شامل دي.

په وژل شویو کې د یو یاد ژورنالېست اوِل ظاهر صلاد په شمول، د یونیورسل ټلویزیوني سټېشن چې مرکز یې په لندن کې دی، درې کارکوونکي هم شامل دي.

له القاعده شبکې سره تړلې د الشباب ډلې د دې بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.

الشباب په سومالیا کې د حکومت د نسکورولو لپاره له څو کلونو راهېسې جنګېږي.

په تېره یوه لسیزه کې د الشباب وسله والو په خپلو بریدونو کې په زرګونو سومالیایان او همدارنګه په ختیځه افریقا کې سلګونه نور ملکیان وژلي دي.