چارواکي: د غزني په اندړو کې تر ۳۰ زیات وسله وال وژل شوي

په غزني کې چارواکي وايي، افغان کومانډو ځواکونو د دې ولایت په اندړو ولسوالۍ کې عملیات کړي چې په کې تر ۳۰ زیات وسله وال وژل شوي او څو تنه نور نیول شوې دي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د حکومت مخالف وسله وال د اندړو ولسوالۍ اړوند سیمه کې راټول شوي چې د ملي اردو کومانډو ځواکونو پرې د هوايي ځواک په مرسته عملیات کړي، دا عملیات د دې ولسوالۍ په میري، کمال خېلو، مدت او علي زیو سیمو کې شوي، په نتیجه کې یې یو دېرش وسله وال وژل شوي دي او د طالبانو د دوو قوماندانانو په شمول پنځه تنه نیول شوي دي."

ښاغلي نوري ټینګار وکړ چې په دې عملیاتو کې ولسي خلکو او افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ادعا کړې چې په دې عملیاتو کې د ښځو او ماشومانو په شمول، ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو دولتي ځواکونه دا ادعا نه مني.